د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د پرلهپسې نښتو له امله نن (شنبه د تلې ۲۶مه) ۷مه ورځ ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې بندې دي. د دغو لارو بندښت له امله د کرښې دواړو خواو سوداګرو ته ګڼ تاوانونه رسېدلي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ په نورمال حالت کې پر پنځو سوداګریزو لارو شاوخوا ۲ زره سوداګریز موټر تګ راتګ کوي، خو پوره له یوې اوونۍ راهیسې د دغو دوو هېوادونو ټولې لارې د پاکستان له لوري تړل شوې دي.
د نوموړي په وینا، په دې سره دواړه لوري سوداګر سخت تاواني شوي او ورسره په غېر مستقیم ډول یو شمېر نور کاروباریان هم زیانمن شوي دي.
د خان جان الکوزي په وینا، تر اوسه په افغانستان کې د ۵۰۰ موټرو انګور او نورې میوې او همداراز سبزیجات خوسا شوي او که دغه بهیر دوام وکړي، نو د تاوان کچه به تر دې هم لوړه شي.
هغه زیاتوي: «د افغانستان او پاکستان تجاران هره ورځ ځورېږي. د دې لپاره یو دایمي حل باید افغانستان او پاکستان راوباسي، چې هره ورځ یو مشکل راپیدا کېږي سیاسي او امنیتي او ورسره لارې بندېږي. دغه د لارو بندول په نوره دنیا کې معمول نه ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو نښتو له امله ټولې سوداګریزې لارې په بشپړه توګه تړل شوې دي او سوداګریزې چارې درېدلي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، د تورخم، خرلاچي، غلامخان او چمن په ګډون ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي، چې له دې سره یې سوداګرو ته میلیونونه ډالر تاوان اوښتی دی.
د پاکستان د فډرالي عوایدو بورډ (اېفبيار) د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال د وروستیو شمېرو له مخې، د غلامخان له لارې له افغانستان څخه هر کال په اوسط ډول ۱۰۹.۸۰ میلیونه ډالر واردات او ۲۴۰.۳۳ میلیونه ډالر صادرات ترسره شوي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د خرلاچي سوداګریزې له لارې څخه بیا هر کال په اوسط ډول ۳۸.۳۰ میلیونه ډالر واردات او ۳۲.۲۷ میلیونه ډالر صادرات کېږي.
همداراز، د چمن سوداګریزې لارې له افغانستان سره کلني ۲۸۹.۸۰ میلیونه ډالر واردات او ۲۶۵.۰۶ میلیونه ډالر صادرات ثبت شوي دي.
د پاکستان د فډرالي عوایدو بورډ د معلوماتو له مخې، د تورخم له لارې هر کال په اوسط ډول ۳۲۸.۶۶ میلیونه ډالر واردات او ۷۶۶.۶۲ میلیونه ډالر صادرات ترسره کېږي.
د پاکستاني ادارو د شمېرو له مخې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د څلورو مهمو سوداګریزو له لارو هر کال په اوسط ډول ۷۶۶،۵۶ میلیونه ډالر واردات او ۱۵۰۴،۲۷ میلیونه ډالر صادرات کېږي.
څو ورځې وړاندې په تورخم او سپینبولدک ولسوالیو کې ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر ته ویلي چې تر امر ثانوي پورې دې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي نه باروي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته، پاکستان د تورخم او چمن لارې هم تړلې دي.
افغان سوداګرو د طالبانو او پاکستان له حکومتونو وغوښتل، چې سیاست دې له سوداګرۍ څخه جلا وساتي او د سوداګرۍ مخنیوی دې نه کوي.

