فایننشل ټایمز ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې سعودي عربستان د ټرمپ ادارې سره د امریکا او قطر ترمنځ د وروستۍ هوکړې په څېر د یوه دفاعي تړون لپاره په خبرو اترو بوخت دی.
د راپور له مخې؛ ریاض هیله لري چې دغه دفاعي تړون به سپینې ماڼۍ ته د سعودي ولیعهد د سفر پرمهال وروستی شي. ټرمپ په دې وروستیو کې یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې پهکې ویل شوي چې متحده ایالات به پر قطر د هر ډول برید په صورت کې د پوځي اقدام سربېره ټولې مناسبې قانوني لارې وکاروي.