ایران د وېنزویلا پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام وغانده

۸ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د وېنزویلا پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام وغانده او هغه یې «ناقانونه او پاروونکی» وباله. هغه ویلي، دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مسوولیت دی چې د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې د هر ډول «تېري» مخه ونیسي.

وېنزویلا هم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د امریکا له‌خوا د هوايي بریدونو قانوني څېړنه وکړي او د وېنزویلا ځمکنۍ بشپړتیا په اړه اعلامیه خپره کړي.

د راپورونو پر بنسټ؛ امریکا د روانې اکټوبر میاشتې له لومړیو څخه د وېنزویلا ساحل اړوندو اوبو کې د دغه هېواد پر بېړیو بریدونه کړي دي. د ټرمپ ادارې ویلي، چې دغه عملیات د نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په موخه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو