د اوکراین جګړه؛ ټرمپ د اوکراین جګړې ختمولو لپاره له پوتین سره ګوري

۱۴ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په راتلونکو اوونیو کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په هنګري کې د اوکراین جګړې ختمولو په اړه ناسته وکړي. ټرمپ دغه پرېکړه له پوتین سره تر دوه ساعته ټیلیفوني خبرو وروسته کړې ده.

کرېملین د هنګري په پلازمېنه بوداپېسټ کې د غونډې پخلی کړی؛ خو د کره نېټې په اړه یې څه نه‌دي ویلي. دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر هڅه کوي له امریکا د اوږد واټن وېشتونکي توغندي «توماهاک» ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو