د پاکستان او طالبانو ترمنځ اوربند وغځېد

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند وغځېد.

سرچینې وايي، دواړو اړخونو پرېکړه کړې، چې ددوحې خبرو اترو تر پایه به اوربند وي.

سرچینو وویل، چې د ملا یعقوب په مشرۍ د طالبانو پلاوی دوحې ته سبا ځي.

سرچینې وايي، چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې به پر هغو مسایلو متمرکزې وي، چې د شخړې لامل شوې او په دې کې یوه موضوع ټي ټي پي ده، چې طالبان یې په افغانستان کې حضور ردوي او پاکستان ټینګار کوي، چې ددې ډلې پټنځایونه د افغانستان په خاوره کې دي.

نور خبرونه

رادیو