د طالبانو سرچینې وايي چې جنګیالي یې پر ډیورنډ کرښه د تیارسۍ په حالت کې دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ څخه طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له پاکستان سره د ۴۸ ساعته اوربند مودې پای ته رسېدو وروسته ورته د تیارسۍ امر شوی دی. طالب سرچینو ویلي، چې د اوربند مودې غځېدو په تړاو یې په لیکلې بڼه څه نه دي ترلاسه کړي.

طالب سرچینو ویلي، چې د اوربند مودې غځېدو په تړاو یې په لیکلې بڼه څه نه دي ترلاسه کړي، خو د تیارسۍ امر ورته شوی دی.

دغو سرچینو ویلي، چې د پاکستاني لوری هم د تیارسۍ په حالت کې دی.

وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې که پاکستان برید ونه کړي، دوی اوربند دوامداره ساتي.

مجاهد ویلي طالبانو ته د دفاع وزارت امر کړی چې:«تر څو پاکستاني لوري حمله نه وي کړې، تاسې حمله ونه کړئ او که هغو حمله وکړله، بیا تاسې له خپلې خاورې څخه د دفاع حق لرئ.»

طالبانو ویلي، چې د خبرو اترو له لارې د موضوعاتو د حل غوښتونکي دي او طالب پلاوی له پاکستاني لوري سره د مذاکراتو لپاره قطر ته د سفر چمتووالی لري.

نور خبرونه

رادیو