وېنزویلا د امریکا هوايي بریدونه ناقانونه بللي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې شکایت کړی

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

وېنزویلا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د امریکا له‌خوا د هوايي بریدونو قانوني څېړنه وکړي او د وېنزویلا ځمکنۍ بشپړتیا په اړه اعلامیه خپره کړي. په ملګرو ملتونو کې د وېنزویلا استازي ساموېل مونکا ویلي، چې د امریکا په بریدونو کې ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ؛ امریکا د روانې اکټوبر میاشتې له لومړیو څخه د وېنزویلا ساحل اړوندو اوبو کې د دغه هېواد پر بېړیو بریدونه کړي دي. د ټرمپ ادارې ویلي، چې دغه عملیات د نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په موخه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو