کارولین لیويټ: هغه معترضان اوس چېرته دي چې د فلسطین د ازادۍ شعارونه یې ورکول

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

سپینې ماڼۍ ویاندې «کارولین لیویټ» د نیویارک د ښاروالۍ لپاره د ډیموکرات ګوند نوماند «زهران ممداني» څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د ډیموکرات ګوند بنسټ د «حماس ترهګرو او ناقانونه کډوالو» څخه جوړ شوی دی.

لیویټ زیاته کړې، هغه معترضان اوس چېرته دي چې د فلسطین د ازادۍ شعارونه یې ورکول

کارولین لیویټ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې ممداني د یوې مرکې پر مهال له دې ځواب ورکولو ډډه وکړه، چې ایا حماس باید وسلې پر ځمکه کېږدي او د غزې کنټرول پرېږدي که نه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه: «ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سخت کار وکړ. دا ټرمپ و، چې وروستی ژوندي برمته شوی کس یې له غزې څخه بېرته راوست».

نوموړې وویل، ټرمپ په رښتیا د سولې لپاره هڅه کړې او پوښتنه یې وکړه: «هغه معترضان چې د فلسطین د ازادۍ شعارونه یې ورکول، اوس چېرته دي؟ دا ټرمپ و، چې فلسطین یې رښتیا ازاد کړ، خو اوس هغوی چوپ دي، ځکه د ټرمپ زغمل ورته ګران دي».

لیويټ د خبرو په پای کې وویل: «د نن ورځې ډیموکرات ګوند هېڅ لورینه لري، پرته له دې چې د خپلې افراطي چپي ډلې غوښتنو ته خدمت وکړي».

زهران ممداني، چې د ټرمپ سخت منتقد بلل کېږي، په خپلو خبرو کې ویلي و: «زه د حماس او اسراییل د راتلونکي په اړه، له عدالت او امنیت هاخوا، کوم مشخص نظر نه لرم».

نور خبرونه

رادیو