د امریکا څارنوالۍ جان بولټن د محرمو اسنادو د ساتلو او خپرولو په تور تورن کړ

AP ۱۴۰۴ تله ۲۴

د امریکا څارنوالۍ د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د محرمو اسنادو د ساتنې او خپرولو په تور رسمي تورن کړی دی. دا په وروستیو اوونیو کې درېیم ځل دی چې د عدلیې وزارت د ولسمشر د منتقدینو پر وړاندې دوسیه پرانیزي.

د امریکا د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مریلینډ ایالت فدرالي محکمې ته یې د جان بولټن پر ضد تورنلیک سپارل دی، چې پکې هغه په اتو مواردو کې د ملي دفاعي معلوماتو د لېږد او په لسو مواردو کې د دغو معلوماتو د ناقانونه ساتنې په تور تورن شوی دی.

د یادو تورونو له مخې، که په بولټن تورنه ثابت شي، هر یو تور تر لسو کلونو د بند سزا لرلی شي، خو وروستۍ پرېکړه به د قاضي د ارزونې او حقوقي شرایطو پر بنسټ وشي.

د بولټن وکیل لا تراوسه څه ندي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې موکل یې هېڅ قانوني سرغړونه نه ده کړې.

جان بولټن مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا پهملګرو ملتونو کېاستازی او د ټرمپ د حکومت د لومړي دورې پر مهال د ملي امنیت سلاکار و. هغه وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه او د ټرمپ له تندو منتقدانو څخه شو. بولټن په خپل یاداښت‌کتاب کې ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره «نامناسب» بللی و.

نور خبرونه

رادیو