د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ له لارې دا مهال یوازې د سوداګریزو توکو انتقال روان دی او د مسافرو د تګ راتګ لپاره دا مسیر لا چمتو نه دی.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له مشهد څخه به یو مسافر وړونکی اورګاډی افغانستان ته داخل شي.
وزارت ویلي، د هرات-خواف د پټلۍ څلورمې قطعې دوه فازونه، چې شاوخوا ۹۰ کیلومتره اوږدوالی لري، لاهم د رغونې په حال کې دي او یوازې د «روزنک» تر تمځای پورې د تجارتي توکو انتقال پرې ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا مسیر د مسافرو د تګ راتګ لپاره تراوسه تیار نهدی، خو وزارت پلان لري چې د مسافرو لپاره ځانګړي تمځایونه جوړ کړي او له اړوندو ادارو سره د سفر د امنیت او نورو اړتیاوو په اړه همغږي رامنځته کړي.

