د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز ویلي، که حماس د اوربند تړون نقض کړي؛ نو پوځ ته یې امر کړی چې د یادې ډلې د بشپړې ماتې لپاره «هر اړخیز پوځي پلان» چمتو کړي.
د اسراییل دفاع وزیر دغه څرګندونې له هغې وروسته کړې، چې تازه حماس د دوو نورو اسراییلي یرغملو مړي ورسپارلي او ادعا یې کړې چې د تخنیکي وسایلو د نشتوالي له امله نور مړي نهشي موندلی.
هغه خبرداری ورکړی، که حماس د اوربند تړون نقض کړي؛ نو اسراییل به د امریکا په همغږۍ جګړه بیا له سره پيل کړي.