وچه مېوه؛ د روان کال لومړیو میاشتو کې د هرات صادرات تر ۳۷مېلیونه ډالرو هم اوښتي

۲ ورځې مخکې

په هرات کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي امر محمد یوسف امین ویلي، چې یوازې د روان کال په لومړیو میاشتو کې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادنو ته د وچې مېوې صادرات تر ۳۷مېلیونه او ۶۰۰زره ډالرو اوښتي. هغه زیاته کړې، د ۹۱۸زره ډالرو په ارزښت بیا تازه مېوه صادر شوې.

په دغه صادر شویو وچو مېوو کې ځڼغوزي، پسته، بادام، د هندواڼو زڼي او په تازه مېوو کې بیا مڼې، الوچې او ګېلاس شامل دي. د نوموړي په وینا؛ دغه وچه مېوه یوازې د هرات محصولات نه‌دي؛ بلکې د یو شمېر نورو ولایتونو نه هم راټوله شوې او بیا د اسلام‌کلا بندر له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې دي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار کړی، چې د صادراتو لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي. یادې ادارې وړاندوینه کړې، چې د روان کال تر پایه به د وچې مېوې د صادراتو کچه ۴۵مېلیونه او د تازه مېوې هغه ۲مېلیونه ډالرو ته لوړه شي.

نور خبرونه

رادیو