رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د بیجینګ پر ضد د تجارتي جګړې اور بیرته بل کړ او د چین د مهمو کاني موادو د صادراتو محدودیتونو په غبرګون کې یې د تعرفو لوړېدو خبرداری ورکړ.
ټرمپ امریکا ته د چین پر وارداتو سل سلنه تعرفې لوړولو او مهمو سافټ وېرونو باندې محدودیتونه اعلان کړل. ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر شي سره د پلان شوي ملاقات په اړه پوښتنې راپورته کړې، چې دې کار د ونډو بازارونه سخت ساړه کړل.
شنونکي وایي، چې دا وضعیت د ټرمپ او شي سرمشریزې غونډې ته زیان رسولای شي.

