ملا هبت الله د پاکستان برید ته د ځواب ویلو پر ځای تخته پل ولسوالۍ له دينې مدرسو لیدنه کړې

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

پر کابل د پاکستان تر برید یوه ورځ وروسته لا هم د طالبانو لوی مشر دغه برید ته خپل ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی، خو نن یې د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې له دینی مدرسو او علماوو سره لیدلي.

ځايي طالب مسولین وایي، چې هبت الله اخوندزاده د خلکو د ستونزو اورېدو لپاره دغه ولسوالۍ ته تللی و.

د کندهار د تخته ولسوالۍ د طالبانو امنیه قومندان عبدالسلام بریالی وايي: «مشرتابه د تخته ولسوالۍ ته راغلی، چې په (تنګی او نایب ویاله) سیمو کې یې د سیمې د اوسېدونکو سره د ستونزو اورېدو په موخه لیدنې تر سره کړي.»

د بریالي په خبره، چې هبت الله اخوندزاده په همدې سیمو کې له ديني مدرسو او علماوو سره هم جلا جلا ناستي کړي او هغوی ته یې ځيني لارښوونې هم کړي.

نوموړي دا ونه ویل، چې هبت الله ځايي علماوو او اوسېدونکو ته څه لارښوونې کړی.

دغه ځايي طالب مسول زياتوي، چې هبت الله د ځايي خلکو د ستونزو اورېدو وروسته هغوی ته د حل ډاډ ورکړی.

د کندهار طالب امنیتي مسولین وايي، چې د دوی د مشر د سفر موخه د خلکو د وضعیت، امنیتي او ټولنیز حالت ارزونه او د علماو او ولس ترمنځ د اړیکو پياوړي کول وه.

د طالبانو پر لوی مشر ډېر مهال نیوکه کیږي، چې د پاکستان د بریدونو پر مهال نه ځانګړی پيغام خپروي او نه هم خاص غبرګون ښوي.

نور خبرونه

رادیو