په سوډان کې د وسله‌والو بریدونو له امله ۶۰ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

د سوډان په الفشیر ښار کې د چټک ملاتړ ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو او توپچي بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۰ ملکي کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

یاد بریدونه د هغو بې ځایه شویو کسانو پر استوګنځایونو شوي چې د جګړې له امله د ښار په څنډو کې مېشت شوي وو.

د رویټرز د راپور له مخې، دا برېدونه د جمعې په شپه او د شنبې په سهار تر سره شوي دي.

الفشیر ښار دمګړی د سوډان د چټګ ملاتړ ځواکونو له خوا تر محاصري لاندې دی او هڅه کوي چې د یاد ښار کنټرول ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو