د نوبل سولې جایزې ګټونکې: د ازادۍ او ډیموکراسۍ په ترلاسه کولو کې پر ټرمپ او نړۍ حساب کوو

AP ۱۴۰۴ تله ۱۸

د ۲۰۲۵ کال د نوبل سولې جایزې ګټونکې ماریا کورینا وایي، «د وینزويلا د مبارزې پېژندنه يې د دندې د بشپړولو لپاره یوه هڅوونکی ګام دی.»هغې دا جایزه د وینزويلا ځورېدلو خلکو او د امریکا ولسمشر ټرمپ ته، چې د دوی د مبارزې ملاتړ یې کړی ډالۍ کړې ده.

ماریا کورینا ماچادو د نوبل سولې جایزې تر ګټلو وروسته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، «مونږ د بریا په درشل کې یو».

هغې د ازادۍ او ډيموکراسۍ د ترلاسه کولو اړوند زياته کړې: «موږ پر ولسمشر ټرمپ، د امریکا پر خلکو، د لاتیني امریکا پر ملتونو او د نړۍ پر دموکراتیکو هېوادونو باندې د خپلو اصلي متحدینو په توګه حساب کوو، تر څو ازادی او دموکراسي ترلاسه کړو.»

د ۲۰۲۵ کال د نوبل د سولې جایزه د وینزویلا د اپوزېسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو وګټله، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې سږ کال د دغې جایزې لپاره نوماند و، د دې جایزې حقدار ونه ګڼل شو.

نوبل کمېټې ویلي، ماچادو له سختو فشارونو، ګواښونو او سیاسي بندیزونو سره- سره، د وینزویلا د خلکو د ازادۍ او مدني حقونو لپاره خپل غږ پورته کړی.

ماریا کورینا ماچادو د ۱۹۶۷ کال د اکتوبر په ۷مه د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې زېږېدلې ده.

هغه د صنعتونو انجینره ده او پلار یې د فولادو په صنعت کې یو پېژندل شوی سوداګر و.

نور خبرونه

رادیو