د نوبل د سولې جایزه وینزویلایي فعالې ماریا کورینا ماچادو وګټله، نه ډونالډ ټرمپ

AP ۱۴۰۴ تله ۱۸

د ۲۰۲۵ کال د نوبل د سولې جایزه د وینزویلا د اپوزېسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو وګټله، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې سږ کال د دغې جایزې لپاره نوماند و، د دې جایزې حقدار ونه ګڼل شو.

د نوبل کمېټې ویلي، ماچادو له سختو فشارونو، ګواښونو او سیاسي بندیزونو سره- سره، د وینزویلا د خلکو د ازادۍ او مدني حقونو لپاره خپل غږ نه دی چوپ کړی.

ماریا کورینا ماچادو د ۱۹۶۷ کال د اکتوبر په ۷مه د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې زېږېدلې ده.

هغه د صنعتونو انجینره ده او پلار یې د فولادو په صنعت کې یو پېژندل شوی سوداګر و.

ماچادو د ۲۰۲۳ کال د اپوزیسیون په مقدماتي ټاکنو کې په څرګند اکثریت رایو بریالۍ شوه او زرګونه خلک یې د انتخاباتي غونډو برخه وال وو، خو د عامه دندو د ترسره کولو له بندیز وروسته هغې ته د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه او د نيکولاس مادورو پر ضد د سیالۍ پر مهال نه وه.

د هېواد انتخاباتي کمېسیون او سترې محکمې مادورو بریالی اعلان کړ، خو د رایو رسمي شمېر یې هېڅکله نه دی خپور کړی. ماچادو د مادورو د لوړې پرمهال په یوې مظاهره کې راڅرګنده شوه، ونیول شوه او بیا خوشې کړای شوه.

هغې په ۲۰۰۲ کال کې د خپلې کورنۍ د فولادو له فابریکې سره موازي د «سوماته» په نوم د رایو د څارنې یوه ټولنه تاسیس کړه، چې وروسته د اپوزیسیون مهم سیاسي ځواک وګرځېده.

د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې، ماچادو د اپوزیسیون له لوري د ولسمشرۍ لپاره نومانده شوه، خو سیالي یې د هنریک کاپریلس په ګټه پای ته ورسېده.

په ۲۰۲۳ کال کې هغې بیا د ولسمشرۍ لپاره نوې مبارزه پیل کړه، دا ځل په خورا محدودو سرچینو، خو د ولسي ملاتړ له پراختیا سره یې په مقدماتي ټاکنو کې تر دوو میلیونو ډېرې رایې خپلې کړې.

له هغې وروسته چې د حکومت د بندیز له کبله نوموړې له سیالۍ پاتې شوه، د هغې ډلې نوماندي یوه پخواني ډېپلوماټ او استاد اډمونډو ګونزالیز ته وسپارله، چې اوس په مادرید کې په تبعید کې ژوند کوي.

ګونزالیز په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو خپره شوې، له ماچادو سره د هغې د جایزې د ګټلو په لړ کې خبرې کوي. ماچادو په ویډیو کې وايي:«زه لاهم په شاک کې یم، باور مې نه راځي... اوه خدایه!»

ماریا کورینا ماچادو د ازاد اقتصاد او خصوصي سکټور د پیاوړتیا ملاتړې ده.

هغې د دولتي شرکتونو لکه د وینزویلا د ملي تېلو شرکت د خصوصي کولو غوښتنه کړې او د بېوزلو د ملاتړ لپاره د ټولنیزو پروګرامونو جوړولو پلوې ده.

نور خبرونه

رادیو