سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه چې نېږدې یو ساعت وړاندې د ډېورنډ پر کرښه غلام خان بندر ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ جګړه پیل شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې د دواړو خواوو څخه د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.
یو شمېر پاکستاني رسنیو هم د جګړې خبر ورکړی دی.

