په پکتیکا ولایت کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې بېګاه د شپې ناوخته په ۱۲ بجو د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند د «مرغه بازار» په سیمه هوايي برید شوی دی.
سرچینې وایي، لاتراوسه دا روښانه نهده چې دغه برید د چا لهخوا شوی؛ خو تر دې وړاندې پاکستان د افغانستان په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د دغه هوايي برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ په اړه لاتراوسه څه نهدي ویل شوي. طالبانو هم لاتراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.

