طالبانو او ترکمنستان د برېښنا اړوند همکاریو د چټکتیا په تړاو پروتوکول لاسلیک کړی

AP ۱۴۰۴ تله ۱۷

د طالبانو برېښنا شرکت او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت ترمنځ د برېښنا اړوند همکاریو د پیاوړتیا او د ګډو پروژو د چټکتیا پروتوکول لاسلیک شوی. دغه پروتوکول د دواړو لوریو له دوه ورځنیو تخنیکي ناستو وروسته لاسلیک شوی دی.

د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پروتوکول د شرکت د عمومي اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت د نړیوالو پروژو د عمومي رییس مراد ارتیکوف ترمنځ لاسلیک شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ناستو کې دواړو خواوو له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د موجودو او پلان شویو پروژو د چارو د لا چټکتیا او د دواړو هېوادونو د همکاریو د پراخېدو په تړاو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، تخنیکي ټیمونو د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ، د جوزجان ولایت خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پر پروژو، هرات ته د وارداتي برېښنا پر زیاتوالي او د برېښنا د کیفیت د لوړولو پر موضوعاتو بحثونه وکړل.

همدارنګه، د ۵۰۰ کېلوولټه برېښنا د لېږد پروژې چې له ترکمنستان څخه تر کابل پورې غځېږي، پر پرمختګ هم خبرې شوې دي.

خبرپاڼه وايي، دواړو لوریو د افغانستان له لارې پاکستان ته د ټاپ پروژې د چارو د لا چټکتیا لپاره د تخنیکي کمېټې او اړوندو ټیمونو د همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د طالبانو برېښنا شرکت ویلي، دا اداره هڅه کوي چې د صنعت، سوداګرۍ او کرنې د ودې لپاره د برېښنا خدمتونه لا پراخ او پیاوړي کړي، او ټول تمرکز یې د پروژو د چټک پلي کېدو او د خدماتو د کیفیت لوړونې ته دی.

نور خبرونه

رادیو