د لومړي وزیر نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې د اسراییل حکومت د غزې لپاره د ټرمپ پلان تصویب کړی دی. د ډونالډ ټرمپ زوم او استازی جیرډ کوشنر او سټیو ویټکاف هم په دې غونډه کې حاضر وو.
د اسراییل رسنیو له خوا خپاره شوي د مصر په شرمالشیخ کې د غزې د سولې لپاره د لاسلیک شوي تړون انځور ښيي چې: ۷۲ساعته اوربند پلان شوی دی.
په دې موده کې به د اسراییل هوايي او توپچي بریدونه او د بېپیلوټه الوتکو د استخباراتي الوتنو فعالیتونه په هغو سیمو کې چې خالي شوي ودرول شي.
د تړون له مخې ټول ژوندي اسراییلي یرغمل شوي کسان او د مړو جسدونه به د اسراییلي پوځ له وتلو وروسته په ۷۲ ساعتونو کې وسپارل شي.
په بدل کې اسراییل به په ورته وخت کې فلسطیني بندیان خوشې کړي.
د تړون له مخې د بشري مرستو بشپړ استول به وروسته له لاسلیک سمدلاسه پیل شي.
د اسرایيلي رسنیو په وینا، د اسراییل د کابینې په ناسته کې د کورني امنیت وزیر د ټرمپ له استازو سره د سولې تړون د موادو په اړه، په ځانګړي ډول د فلسطیني بندیانو خوشې کولو اړوند بحث کړی دی.

