د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې نږدې ۹ میلیونه ماشومان د سرخکان پر ضد واکسین شول

۴ ورځې مخکې

د روغتيا نړيوال سازمان «ډبلیو ایچ او»اعلان کړی،چې په افغانستان کې د سرخکان ناروغۍ پر ضد د واکسين عمومي کمپاين لومړۍ مرحله په برياليتوب سره پای ته رسېدلې او شاوخوا ۸.۹ میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، په لومړي پړاو کې هغه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو تر لسو کلونو پورې دي، په ۱۷سړو ولایتونو کې واکسين شوي دي. دا کمپاين د افغانستان د ملي معافيت د پراختیا پروګرام په همغږۍ ترسره شوی.

د روغتيا نړيوال سازمان په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې سرخکان يو له تر ټولو ساري او وژونکو ناروغیو څخه ده، خو د واکسين له لارې د مخنیوي وړ ده. په افغانستان کې د عادي واکسين خدمتونو ته محدود لاسرسی، د ماشومانو خوارځواکي، او د روغتيايي پاملرنې کمښت د دې لامل شوی چې دغه ناروغي لا هم جدي ګواښ وي.

د طالبانو د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۹۳۰۰ډېرې پېښې د سرخکان ثبت شوې وې، او یوازې د همدې کال تر اګست پورې ۸۵۰۰نوې پېښې راپور شوې. د ناروغۍ د خپرېدو شمېر هم د ۲۰۲۳کال له ۱۲۷پېښو څخه په ۲۰۲۴کال کې ۴۳۰پېښو ته لوړ شوی دی، چې نږدې ۹۲سلنه یې د لسو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي.

د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان استازي اډوین سنیزا سالواډور ويلي:«سرخکان يوه وژونکې خو د مخنيوي وړ ناروغي ده. په داسې هېواد کې لکه افغانستان، چيرې چې ماشومان ډېر زیانمن دي، واکسين د ژوند ژغورنې وسیله ده. د کمپاين لومړۍ مرحلې بشپړېدل د ميليونونو ماشومانو د خونديتوب لپاره يو حياتي ګام دی.»

ده زياته کړه چې د روغتيايي کارکوونکو، رضاکارانو او همکارو بنسټونو هڅې د ستاينې وړ دي، ځکه دوی دغه پروسه د سختو شرايطو لاندې ترسره کړه.

د یادولو وړ ده، چې د سرخکان پر ضد دا کمپاين په دوو پړاوونو کې طرحه شوی، څو د شپږ مياشتو تر لسو کلونو عمر لرونکي ماشومان تر ۹۵سلنه پوښښ لاندې راولي. د دوهم پړاو لپاره چمتووالی روان دی، او نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې هېڅ ماشوم به له واکسين پاتې نه شي.

نور خبرونه

رادیو