خواجه اصف: د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه نور د زغم وړ نه دي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۷

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د ملي شورا په غونډه کې ویلي، چې اسلام‌اباد له ترهګرۍ ستړی شوی او هغو ته به حساب ورکول کېږي چې د ترهګرو لپاره پټنځایونه برابروي. هغه زیاته کړه د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه نور د زغم وړ نه دي.

هغه وویل چې له کابل سره به یاده موضوع د یوه رسمي پلاوي له لارې تعقیب کړي.

نوموړي په ټینګار سره وویل چې د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې به یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته واستول شي، څو کابل ته څرګنده کړي چې له افغان خاورې څخه د راټوکېدونکې ترهګرۍ زغم نور «ناممکن» دی.

اصف یادونه وکړه چې درې کاله وړاندې، د استخباراتو د عمومي رییس په ملتيا کابل ته په رسمي سفر کې یې طالب چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ایالتونو بریدونه کوي.

هغه ادعا وکړه چې طالب چارواکو د هغو پټنځایونو د لېږد په بدل کې د لسو میلیاردو روپیو غوښتنه کړې وه، خو اسلام‌اباد د ضمانت غوښتنه کړې چې «ترهګر به بېرته نه راګرځي» هغه ضمانت چې، د نوموړي په وینا، طالبانو ورته ورنکړای شو.

اصف په خپلو څرګندونو کې وویل: «که دا پټنځایونه د افغانستان په خاوره کې وي او که د پاکستان دننه، هغه کسان چې پناه ورکوي، باید حساب ورکړي.»

هغه زیاته کړه: «چېرته چې دا پټنځایونه وي، هلته به بد عواقب وي، د پاکستان د دولت او پوځ زغم پای ته رسېدلی او نور به ترهګرو ته امتیاز نه ورکول کېږي.»

اصف دا هم وویل چې افغانستان ته د استول کېدونکي پلاوي هدف به د کابل له چارواکو سره «ډېټلوماټيکي فشار او د عمل تضمین» غوښتنه وي، څو د پاکستان امنیتي اندېښنو ته عملي ځواب ورکړل شي.

نور خبرونه

رادیو