د مقاومت جبهې یوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پيګیر باندي برید د دوی پورې هيڅ تړاو نه لري.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت پر نوموړي برید شخصي انګیزه ياده کړې او زياته کړې یې ده، چې برید ګر نیول شوي دي.
د افغانستان ملي مقاومت جبهې یوې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، پر ښاغلي پیکر دوی برید ندی کړی.
سرچينې ټينګار کړی، چې ښاغلی پيګير د طالبانو د استخباراتو یو فعال تبلیغاتي غړی و او زياته یې کړه: «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د شرعي او اخلاقي اصولو له مخې هغه د برید موخه نه ګڼل کيږي؟»
دا جبهه له افغان ولس څخه غواړي چې د دښمن په تبلیغاتو ونه غوليږي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پیګیر برید په شخصي انګیزه شوی او بریدګر نیول شوي دي.
د سلیم پيګير ورور حکیم تورسن د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون سره په خبرو کې د هغه په ورور برید تایید کړ او زياته یې کړه، چې نوموړی په روغتون کې بستر دی او روغتيايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.
پر سلیم پیګیر نن په کابل کې ډزې شوې او دمګړۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.