د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال پر اېکس پاڼه کاږلي، چې له امیرخان متقي یې تود هرکلی کړی دی. نوموړي ویلي: «موږ د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسلو په اړه له هغه سره د خبرو اترو په تمه یو.»
که څه هم د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه زیات جزییات نهدي ورکړي؛ خو د راپورونو پربنسټ متقي به نن له لوړپوړو هندي چارواکو سره وګوري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و، چې امیرخان متقي له مسکو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه نوي ډیلي ته لاړ.

