فلسطینی کډوال عمر یاغي د ۲۰۲۵ کال د کیمیا نوبل جایزې ګټونکی اعلان شوی

AP ۱۴۰۴ تله ۱۷

فلسطیني ساینسپوه ډاکټر عمر یاغي د کیمیا په برخه کې د ۲۰۲۵ کال د نوبل جایزه وګټله.

د نوبل جایزې کمیټې د اکتوبر پر ۸مه اعلان وکړ چې عمر یاغي له خپلو دوو نورو همکارانو جاپاني سوسومو کیتاګاوا او استرالیايي ریچارد رابسن سره په ګډه په کیمیا کې د نوبل جایزه ګټلې ده.

عمر یاغي په عمان کې د فلسطیني کډوالو په پنډغالي کې زیږیدلی او اوس د کالفورنیا په یوه پوهنتون کې استاد دی.

نوموړي د جایزې تر اعلان وروسته وویل:«زه په یوه ډېره بېوزله کورنۍ کې زیږیدلی یم، موږ په یوه واړه کور کې اوسیدو، زما مور او پلار په زحمت لیکل او لوستل کولای شول. دا یو اوږد سفر و.»

د نوبل جایزې کمیټې ویلي، چې درېواړو ساینسپوهانو د فلزي عضوي چوکاټونو او کووالنټ عضوي چوکاټونو د جوړښت او پرمختګ له لارې د کیمیا په علمي او صنعتي برخو کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي دي.

د عمر یاغي څېړنو له هوا څخه د اوبو راټولولو، د کاربن ډای اکسایډ جذبولو او د انرژۍ ذخیره کولو په برخه کې د چاپېریال د ستونزو د حل لپاره نوې دروازې پرانیستې دي.

عمر یاغي ته به د نوبل جایزه د روان کال د ډسمبر پر ۱۰مه په رسمي مراسمو کې د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې ورکړل شي.

نور خبرونه

رادیو