هند له برېتانیا سره د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د توغندیو پېرلو تړون لاسلیک کړی

AP ۱۴۰۴ تله ۱۷

بریتانیا اعلان کړی چې لندن او نوي ډیلي د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې هند ته د بریتانیا جوړ سپک څو‌ موخیز توغندي ورکول کیږي.

دا تړون د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د هند د سفر پر مهال په ممبی کې لاسلیک کړی، او موخه یې د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې.

لندن ویلي، دا توغندي د شمالي ایرلنډ د «تالیس» شرکت له‌خوا جوړېږي، چې د اوکراین لپاره هم ورته وسلې تولیدوي.

حکومت وايي، دا تړون به د یادې فابریکې شاوخوا ۷۰۰ کاري فرصتونه خوندي کړي.

بریتانیا همدارنګه ویلي، له هند سره یې د سمندري بېړیو لپاره د برېښنايي ماشینونو د ګډې پروژې نوی پړاو هم پیل کړی، چې ارزښت یې ۲۵۰ میلیونه پونډه دی.

نور خبرونه

رادیو