اسراییل او حماس تر دوه کلنې جګړې وروسته د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړی

AP ۱۴۰۴ تله ۱۷

اسراییل او د فلسطین وسله والې ډلې د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړ. د اسراییل یوې حکومتې ویاندې ویلي، چې اوربند د کابینې له غونډې ۲۴ ساعته وروسته عملي کیږي او مخالفه ډله به یرغمل شوي اسراییلیان په ۷۲ ساعتونو کې خوشې کړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوربند هرکلی کړی.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د دواړو لوریو چارواکو تایید کړه چې تړون د مصر د شرم الشیخ په سمندري ښار کې له غیر مستقیمو خبرو وروسته لاسلیک شوی.

د یاد تړون له مخې به د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه ودریږي.

د تړون له مخې به اسراییل له غزې څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو بهیر پیل کړي او حماس به هغه یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کړي چې د جګړې پرمهال یې نیولي وو.

همدارنګه د یاد تړون له مخې به اسراییل هم نیول شوي فلسطینیان له خپل زندانونو خوشې کړي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې بشپړ اوربند به د حکومت له خوا تر تصویب کېدو وروسته عملي شي.

تمه ده چې اسراییل نن د اوربند تړون د تصویب لپاره د کابینې غونډه وکړي.

د اسراییل یو حکومتي ویاندې ویلي، چې اوربند به د کابینې له غونډې ۲۴ ساعته وروسته عملي شي او وروسته به په ۷۲ ساعتونو کې حماس ټول یرغمل شوي اسراییل خوشې کړي.

نور خبرونه

رادیو