د طالبانو برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس له ترکمن پلاوي سره په ګډه تخنیکي ناسته کې د هغو برېښنايي پروژو پر پرمختګ خبرې کړې دي، چې له مخې به یې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول شي.
د برېښنا شرکتد چارشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۶مه وویل، چې په دې ناسته کې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي، د کرکي ـ کابل ۵۰۰ کیلوولټه لاین، د بادغیس د بالا مرغاب او د جوزجان د خماب او قرقین ولسوالیو د برېښنا رسونې پروژې، او د ټاپ(ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان) د برېښنا لېږد پروژه وڅېړل شوې.
د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان د برېښنا د نړیوالو پروژو عمومي رییس مراد ارتیکوف د افغانستان د برېښنا شرکت له تخنیکي همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې لا پراخې همکارۍ ته زمینه برابره کړي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دا خبرې اترې سبا د یو رسمي پروتوکول په لاسلیک پای ته ورسېږي، چې موخه یې د برېښنا د پروژو عملي کېدل او د سیمهییزې انرژۍ په برخه کې د همکارۍ پیاوړتیا ده.

