برېتانیا د غزې خلکو ته د مرستې په موخه ۲۷ میلیونه ډالره ځانګړي کړل

پرون

د برېتانیا لومړي وزیر د غزې په اړه د هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې وویل، چې هېواد یې د غزې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ۲۷ میلیونه ډالره ځانګړي کړي. کې‌ير سټارمر وایي، دغه مرسته به د روغتیايي خدماتو، د څښاک اوبو د برابرولو او د غزې د کانالیزاسیون د سیسټم لپاره وکارول شي.

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲مه) په مصر کې خبریالانو ته وویل، چې دغه بودیجه به د یونېسف، د خوړو د نړۍوال پروګرام او د ناروې د کډوالو شورا له لارې په غزه کې وکارول شي. د نوموړي په وینا، دا پروژه به هغو کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي، چې له لوږې، خوارځواکۍ او ناروغۍ سره مخ دي.
له دې سره، برېتانیا همداراز اعلان وکړ چې د غزې د بیا رغونې په اړه به د یوې درې ورځنۍ غونډه کوربه توب هم وکړي. دغه غونډه به د هېوادونو د استازو، پانګوالو، خصوصي سکټور، د اروپا د بیا رغونې او پراختیا بانک او د نړۍوال بانک په ګډون ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو