سارا اډمز: په پاکستان کې د حسن نومي ترهګر وژل کېدل د طالبانو له‌خوا جوړه شوې افسانه ده

۳ ساعتونه مخکې

د امریکايي استخباراتو پخوانۍ مامورې سارا اډمز نن یکشنبه (د تلې ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کراچۍ کې د داعـش خـراسان ډلې غړي حسن وژل کېدل د طالبانو له خوا جوړه شوې افسانه او جعلي خبر دی.‌ وایي، هغه نه د داعـش یا بلې ترهګرې ډلې غړی او نه هم د پاکستان اوسېدونکی و.

د امريکايي استخباراتو دا پخوانۍ ماموره وايي، چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست (GDI) د (المرصاد) نومي تبلیغاتي پاڼې له‌خوا دا درواغ خپاره کړي، چې ګواکي په کراچۍ کې د داعش خراسان ډلې یو مهم غړی حسن وژل شوی دی.

د هغې په وینا: «طالبان داسې ښيي، چې دا زموږ دښمن او زموږ مطلوب حسن و، خو اصلي خبره دا ده، چې دا وژل شوی حسن د داعش یا بلې ترهګرې ډلې غړی نه دی. دا د طالبانو له‌خوا جوړه شوې جعلي کیسه ده».

سارا ا‌ډمز زیاتوي، طالبان وايي چې حسن د پښتونخوا اوسېدونکی و، خو دا خبره سمه نه ده، هغه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی و؛ هغه ولسوالي چې د داعش خراسان ډلې ستر مرکز دی.

دا پخوانۍ امریکايي استخباراتي ماموره وايي، باید ټولو هغو سرچینو ته د شک په سترګه وکتل شي، چې دا جعلي خبر یې خپور کړی دی، ځکه د طالبانو له خوا جوړې شوي افسانې خپرول له ترهګرو سره مرسته ده.

سارا اډمز طالبان په خپله لیکنه کې مخاطب کړي: «تاسې هیڅ‌کله واقعي استخبارات نه لرئ، تاسې خپلو ځانونو ته خطر یاست، افسران مو معلومات افشا کوي او جعلي خبرونه مو رسوا کېږي، تاسې دومره وړتیا هم نه لرئ چې رښتیا ډوله درواغ ووایاست».

خو پرون یوه بل جګپوړي امریکايي ډېپلوماټ زلمي خلیلزاد دا خبر منلی او په دې اړه یې پاکستان ته د شک په سترګه کتلي و، چې ګني دا هېواد د داعش خراسان ډلې لپاره د اوسېدلو او روزنې ځای دی.

خلیلزاد پرون پر خپله اېکس پاڼه د (المرصاد) له خوا د حسن د وژلو خبر پوسټ کړی او دا پوښتنې یې ورسره تړلي وې: «حسن څومره مهم و، په کراچۍ کې یې څه کار کاوه او چا وواژه؟»

د حسن په نوم د پخوانیو امریکایي چارواکو نظرونه یو له بل سره ټکر لري او پایله کې یې خلک نه پوهېږي چې حقیقت څه دی؟ کوم مامور رښتیا وايي، وژل شوی حسن څوک و او اصلي حسن چېرته دی؟

نور خبرونه

رادیو