د اوکراین د استخباراتو بهرنۍ څانګه وایي، طالبان په افغانستان کې د روسیې او بیلاروس جاسوسان په ځير سره څاري. اوکراین د طالبانو له خولې ویلي، چې د دې جاسوسانو فعالیت د پام وړ دی، ځکه د هغوی هدف د ختیځو او لوېدیځو هېوادونو تر منځ د اړیکو خرابول دي.
دې ادارې د شنبې په ورځ، د تلې ۱۲مه نېټه د یوه سند له مخې لیکلي و، چې په افغانستان کې د جاسوسانو یوه شبکه جوړه شوې ده. د سند له مخې ویل شوي، چې د دې شکبې هدف د بهرنیو هېوادونو د ګټو ترمنځ ټکر پېښول دي.
اوکرايني استخباراتي ادارې د طالبانو د یوه چارواکي اسدالله بریالي د لیک په استناد ویلي، د روسي سېلانیانو، خبریالانو او نورو بهرنیانو په اړه ویل شوي، چې ډېری یې د بهرنیو استخباراتو افسران دي.
د اوکراین استخباراتي اداره زیاتوي، دې طالب چارواکي وړاندیز کړی، چې باید د روسیې او بیلاروس د جاسوسانو مخه ونیول شي.
طالبان دا خبره داسې مهال کوي، چې څو میاشتې مخکې یې د سویاتو سلاو کاورین په نوم یو روسی څېړونکی د روسیې لپاره د جاسوسۍ په تور ونیو او تر ۵۲ ورځو بند وروسته یې بیرته خوشي کړ.
روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې او بیلاروس د روسیې نژدې ملګری بلل کېږي. طالبان وایي، چې په تېرو څلورو کالونو کې۲۴زره بهرنيو سېلانیانو افغانستان ته سفرونه کړي دي.