د طالبانو باختر اطلاعاتي اژانس نن شنبه د (تلې ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پرون له ایران او پاکستان څخه ۹۶۳ کډوالې کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوي دي.
د اعلامیې له مخې، د ننګرهار تورخم له لارې ۲۴۲، د کندهار سپين بولدک له لارې ۵۸۰، د نيمروز ورېښمو پله له لارې ۳۱ او هرات اسلام کلا له لارې ۱۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.