ملګري ملتونه: روان کال کې دوه مېلیونه افغانان له پاکستان او ایران نه ستانه شوي

۴ ساعتونه مخکې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» وايي چې افغانستان د ستنېدونکو کډوال کړکیچ لا پسې ژور شوی او باید په دې برخه کې بیړنۍ مرستې وشي.

دغه کمېشنرۍ په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د پیل راهیسې دوه میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي چې د افغانستان پر محدودو سرچینو فشار زیات کړی دی.

په ورته وخت کې یادې کمېشنرۍ ویلي چې په افغانستان کې د ښځینه کارکونکو پر وړاندې محدیتونو، د انټرنیتي خدمتونو پر وړاندې ننګونې او ځینو نورو ستونزو د دغې ادارې د طرفیت رسونې چارې هم سختې اغیزمنې کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د ستنولو په برخه کې دې له احتیاط څخه کار واخلي ځکه په ټکو که وضعیت همداسې دوام وکړي نو کړکیچ به لاپسې ژور شي.

«یو اېن اېچ سي ار» په تاجکستان کې هم د افغان کډوالو د ناسم وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده.

یادې ادارې د وضعیت د سمون لپاره د څه باندې ۲۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په وروستیو کې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ په کمساري ډول چټکه شوې او هره ورځ زرګونه افغانانو له بېلابېلو لارو افغانستان ته راځي.

نور خبرونه

رادیو