نیویارک ټایمز: امریکا پوځ د افغانستان جګړې د قانون‌ ماتونې کلتور له ځان سره لېږدولی دی

۲ ساعتونه مخکې

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو څېړنیز راپور کې ویلي، چې د امریکا د پوځ ځانګړو ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال د قانون ماتونې، ناقانونه کړنو او سخت تاوتریخوالي کلتور رامنځته کړ او دغه فرهنګ اوس د امریکا په کورنیو پوځي اډو کې هم ژوندی پاتې دی.

د راپور له مخې، د افغانستان په جګړه کې د ځانګړو ځواکونو ګڼ واحدونه د پوځ رسمي اصولو ته هېڅ درناوی نه درلود. هغوی په لرې پرتو اډو کې د بندیانو پر وړاندې د شکنجې، ناقانونه بندي کولو او وژنو کې ښکیل وو.

نیویارک ټایمزلیکلي، د ۲۰۱۲کال په دورانکې په میدان وردګو ولایت پهنرخ ولسوالۍ کېنهه افغانان د ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شول او وروسته یې مړي د یوې امریکایي پوځي اډې ترڅنګ وموندل شول. ځایي شاهدانو او افغان همکارانو ویلي، چې بندیان لومړی شکنجه شوي او بیا وژل شوي دي. سره له دې، د امریکا د پوځ درې بیلابیلو رسمي څېړنو هېڅوک د دې پېښې مسوول ونه ګاڼه.

ورځپاڼه زیاتوي، دغه ډول پېښې یوازې د نرخ ولسوالۍ پورې محدودې نه وې، بلکې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د ځانګړو ځواکونو ورته کړنې ترسره شوې وې.

په راپور کې راغلي، ځانګړي ځواکونه کله ناکله له ځان سره درواغجنې وسلې یا چاودېدونکي توکي وړل، څو د وژل شویو کسانو ترڅنګ یې کېږدي. د دې موخه دا وه چې هغوی د وسله‌والو طالبانو یا نورو ډلو غړي وښيي، څو د ناقانونه وژنو پوښتنه ونه شي.

نیویارک ټایمز ټینګار کوي، چې د افغانستان د جګړې دغه فرهنګ د امریکا پوځ ته دننه انتقال شوی دی. د راپور پر اساس، اوس هم په ځانګړو ځواکونو کې د قتل، نشه‌يي موادو د قاچاق، مالي فساد او جنسي جرمونو ګڼې پېښې ثبت کېږي. د فورت براګ په پوځي اډه کې د دغو جرمونو شمېر تر ټولو لوړ ښودل شوی دی.

په راپور کې راغلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه دفاع وزیر پیت هېګست د ځانګړو ځواکونو ملاتړ کاوه. هغوی یوازې د دغو ځواکونو کړنې توجیه نه کړې، بلکې په ځینو قضیو کې یې هغه سرتېري هم بښلي، چې د جګړې د جنایتونو تور پرې پورې و. ټرمپ د خپل ولسمشرۍ پر مهال څو سرتېري له زندانه خوشې کړل چې په افغانستان کې د وژنو او شکنجو په تور محکوم شوي وو.

نیویارک ټایمزوايي، د امریکا د پوځ د ځانګړو ځواکونو دغه فرهنګ د حساب ورکولو او شفافیت پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده. د ورځپاڼې په باور، که څه هم جګړه له افغانستانه پای ته رسېدلې، خو د هغې بې‌قانوني او تاوتریخوالی اوس د امریکا په پوځي جوړښت کې د یوه عادي فرهنګ په توګه پاتې شوی دی.

نور خبرونه

رادیو