د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت نن شنبه د (تلې ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په سرپل او میدان وردګ ولایتونو کې یې درې کوډګران د کوډګرۍ له کتابونو او ټوټکو له وسایلو سره نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کوډګران تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي اداروته استول شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دې کوډګرانو له ډېرې مودې راهیسې د کوډو او ټوټکو په وسیله د کورنیو تر منځ بې اتفاقي او شخرې جوړې کړي وې.