د ایران او روسیې ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو تړون رسمي بڼه خپله کړه

۵ ساعتونه مخکې

د ایران او روسیې ترمنځ د "هراړخیز ستراتېژیک مشارکت تړون نن (جمعه) رسمي بڼه خپله کړه. دغه تړون د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له‌خوا د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په مسکو کې لاسلیک شوی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا تړون د دواړو مشرانو هغه پرېکړه څرګندوي چې غواړي دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړي او په ټولو برخو کې ګډه همکاري پیاوړې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د ایران او روسیې ستراتېژیک مشارکت تړون د دوه اړخیزو اړیکو په تاریخ کې یو مهم بدلون دی او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د لوړوالي یو نوی پړاو اعلانوي.»

په تړون کې د همکارۍ برخې او لومړیتوبونه مشخص شوي او یو روښانه چوکاټ وړاندې شوی، څو اړیکې په ډېپلوماټیکو، اقتصادي، سوداګریزو، ساینسي او ټکنالوژۍ، انرژۍ، پانګونې، دفاعي، فرهنګي او نورو برخو کې پراخې شي.

خبرپاڼه وایي، دغه تړون نه یوازې د دوه اړخیزو ګټو د خوندي کولو لپاره یو مهم بنسټ دی، بلکې د نړۍ د سولې او امنیت د ساتنې او د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو پر وړاندې د زیاتېدونکو ګواښونو پر ضد ګډې هڅې هم پیاوړې کوي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې ایران او روسیه د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو او موخو د بنسټیز اهمیت په درک کولو سره به د څو اړخیز نظام د دفاع او د نړیوال قانون د درناوي په برخه کې هېڅ هڅه ونه سپموي.

دواړه هېوادونه به دبریکساو د شانګهای د همکارۍ سازمان په څېر څو اړخیزو چوکاټونو کې خپله همکاري نوره هم زیاته کړي.

نور خبرونه

رادیو