په ترکیه کې د طالبانو سفیر صنیعالله فرهمند د قرغیزستان له سفیر روسلان کازانبایوف سره لیدلي دي. دواړو لوریو د افغانستان او قرغیزستان د کلتوري، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې کړې دي.


په ترکیه کې د طالبانو او قرغیزستان سفیرانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
۵ ساعتونه مخکې