د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت وایي، ډېر ژر به په کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ښوونځیو د ممتازو زدهکوونکو لپاره «د سید جمالالدین افغان» په نوم نمونوي لېسه پرانیستل شي. په دې لېسه کې د اووم، اتم او نهم ټولګیو ۶۰۰ وړ زدهکوونکي د زدهکړو د دوام لپاره جذبیږي.
د طالبانو د پوهنې وزارت په وینا، په دې لېسه کې به د اووم، اتم او نهم ټولګیو مستعد زدهکوونکي د زدهکړو د دوام لپاره جذب کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ (د تلې لسمه) د پوهنې وزارت په حواله راپور ورکړی، چې تراوسه په سیدجمالالدین افغان نمونوي لېسه کې ۲۰۰تنه زدهکوونکي جذب شوي او تمه ده چې دغه شمېر به ډېر ژر ۶۰۰ تنو ته لوړ شي.