د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، د روان ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۶۲۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
جواد د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل: «له ایران سره زموږ د سوداګرۍ له دې ټولې کچې څخه ۱۳ میلیونه ډالر صادرات او یو میلیارد او ۶۱۳ میلیونه ډالر واردات جوړوي.»
د نوموړي په وینا، د افغانستان له لوري ایران ته صادر شوي توکي کې ممیز، غیر الکولي مشروبات، د سبزیو تخمونه او قیمتي ډبرې وې، په داسې حال کې چې له ایران څخه هېواد ته وارد شوي توکي تېل، ګاز، د چرګانو هګۍ، د موټرو پرزې او سمنټ وو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت څو ورځې وړاندې هم اعلان کړی و، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۱۰۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
کارپوهان وايي، سره له دې چې د افغانستان صادرات د ګاونډیو هېوادونو په کچه محدود پاتې دي، خو د سوداګرۍ پر بهیر د انرژۍ، خوراکي توکو او ساختماني موادو واردات برلاسي لري.