د هند د بهرنیو چارو وزیر اېسجي شنکر د ملګرو ملتونو په اتیایمه غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وویل چې د هند ګاونډی هېواد د نړۍوالو ترهګرو مرکز دی او له څو لسیزو راهیسې له هغه ځایه نړۍوال بریدونه پلانېږي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) په خپله وینا کې وویل: «له ترهګرو سره مبارزه ځانګړی لومړیتوب دی. هند له داسې یوه ګاونډي سره مخ دی چې د نړۍوالو ترهګرو مرکز ګڼل کېږي او له خپلواکۍ راهیسې له دې ننګونې سره مخامخ دی.»
اېسجي شنکر د اپرېل میاشتې د «پهلګام» برید ته په اشاره سره زیاته کړه، چې هند د خپلو خلکو د دفاع لپاره له خپل مشروع حق څخه استفاده کړې او د پاکستان پروړاندې یې اقدام کړی دی.
هغه وویل: «که هېوادونه په څرګنده تروریزم د دولتي تګلارې په توګه غوره کړي، د ترهګرۍ مرکزونه په صنعتي کچه فعال وي او ترهګر په علني ډول ستایل کېږي، نو دا کړنې باید په واضیح ډول وغندل شي.»
نوموړي همداراز د ترهګرۍ د مالي سرچینو د پرې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، پر هغو هېوادونو چې تروریزم ته ملاتړ ورکوي، باید لازم فشار واچول شي.
تر دې وړادې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپله وینا کې هند تورن کړی و، چې د «پهلګام» له برید وروسته یې د پاکستان حاکمیت او امنیت نقض کړی او بې ګناه خلک یې وژلي دي.
شریف ویلي و، چې اسلام اباد د نوي ډیلي پر اقداماتو «پرېکنده ځواب» ورکړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې د نوی ډیلي له خوا بېلابېلو هېوادونو ته د بشري مرستو یادونه وکړه.
نوموړي افغانستان ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان او میانمار خلک شاهد دي چې هند د وروستیو زلزلو پر مهال د مرستې لاس ورکړی دی.
هغه همداراز د غزې او اوکراین پر وضعیت هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې هر هېواد کولی شي د سولې په راوستو کې رول ولوبوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، ان هغه هېوادونه چې مستقیم ښکېل نهدي، کولی شي د خبرو له لارې د ښکېلو خواوو ترمنځ د تفاهم هڅې وکړي.