سرګي لاوروف: بندیزونه د سیالانو د ځپلو او وېرولو لپاره کارېږي

۳ ساعتونه مخکې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د ځينو هېوادونو او سازمانونو له لوري پر یو شمېر کسانو او هېوادونو پر لګول شویو نړۍوالو بندیزونو په نیوکې سره وویل، بندیزونه د سیالانو د ځپلو او وېرولو لپاره کارول کېږي.

سرګي لاوروف پر کیوبا د لګول شویو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړه او د وینزویلا له خلکو سره یې د بهرنيو بندیزونو پر وړاندې د روسیې یووالی څرګند کړ.

نوموړي د دولتونو د مساواتو پر اصل له ټينګار سربېره وویل، دغه اصل د لوېدیځوالو له لوري په مکرر ډول نقض شوی او په دې برخه کې یې د ناټو له خوا د یوګوسلاویا بمبار، د امریکا په مشرۍ د اېتلاف له خوا پر عراق یرغل او په لېبیا کې د ناټو پوځي عملیات یاد کړل.

لاوروف زیاته کړه، په ملګرو ملتونو کې د هېوادونو تر منځ توازن نه منعکس کېږي او په وینا یې له همدې امله روسیه په امنیت شورا کې د برازیل او هند د دایمي غړیتوب لپاره له شویو غوښتنلیکونو ملاتړ کوي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې ګڼو اروپايي هېوادونو او امریکا بندیزونه لګولي او امریکا غواړي د بندیزونو دغه لړۍ لاپسې پراخه کړي.

نور خبرونه

رادیو