پر غزې د شنبې په ورځ د اسراییل په تازه بریدونو کې شاوخوا ۸۲ کسان وژل شوي دي. په غزه کې د اسراییل د ځمکنيو عملیاتو له پيل راهيسي ۶۵ زره تنه وژل شوي دي. د امریکا ولسمشر ویلي، چې د منځني ختیځ له هېوادونو سره د غزې په اړه «ډېرې الهام بخښونکې او رغنده» خبرې روانې دي.
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل: «داسې ښکاري چې موږ د غزې په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي یو.»
د ټرمپ په وینا، دا خبرې له څلورو ورځو راهیسې روانې دي او د بشپړ او بریالي توافق تر ترلاسه کولو پورې به دوام ولري.
هغه د دې پلان جزییات نه دي وړاندې کړي او نه یې هم کومه مشخصه نېټه یاده کړې ده.
اسراییل تر اوسه د ټرمپ د دې څرګندونو په اړه هېڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
ټاکل شوې، چې ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د اسر اییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره وګوري.
په ورته وخت کې د حماس یوه چارواکي الجزیرې ته ویلي، چې دا ډله تر اوسه د ټرمپ له حکومت څخه «هېڅ ډول پلان نه دی ترلاسه کړی.»