په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په خوراکي او غیرخوراکي توکو بار د قراقستان د بشري مرستو یوه جوپه د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ته رسېدلې ده. د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قراقستان سفیر دغه مرستې د طالبانو سیمهییزو چارواکو ته سپارلې دي.
په دغه مرستو کې ۷۲۰ ټنه اوړه، ۱۰۳ ټنه بوره، ۵۰۰ خېمې او ۲زره کمپلې شاملې دي.