په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي مولانا اسلامجار د قزاقستان سفیر سره په لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قزاقستان سفیر اکباسوف ګزیز هرات د افغانستان اقتصادي ولایت وباله او ټینګار یې وکړ چې باید له دغه ولایت څخه د اقتصادي ودې او د سوداګرۍ پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي.