طالبان وايي په کابل کې یې اووه بډایه مسلکي سوالګر نیولي دي

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۷ تنه مسلکي سوالګر چې شاوخوا ۶۷۶۷۰۰ افغانۍ، درې د سرو زرو لاکېټونه او د یو موټر اړوند اسناد، کیلي او جواز سیر ورسره وو، نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، په نیول شویو سوالګرو کې پنځه نارینه او دوه ښځینه شامل دي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې له اوږدې مودې راهیسې په مسلکي ډول سوالګري کوله او له همدې لارې یې عواید ترلاسه کول.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ سره بېکاري ډېره شوې او ډېر خلک د نفقې موندلو لپاره سوالګري ته اړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو