د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په سازمان کې د برقي زینو، ټلېپرومپټر د خرابېدو او د وینا پر مهال د غږ نه اورېدو په تړاو په یوه پوسټ کې لیکلي: «دا پېښه تصادفي نه وه، دا په ملګرو ملتونو کې درې اړخیزه خرابکاري وه. هغوی باید وشرمېږي.»
ټرمپ په ټولنیزه شبکه «ټروټ سوشل» کې دا مسله «یوه ریښتینې رسوایي» وبلله او زیاته یې کړه، چې نوموړي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د دې موضوع په اړه د سمدستي څېړنو غوښتنه کوي.
هغه په دې پېښه کې د امریکا د ځانګړو خدماتو ښکېلتیا ته په اشارې زياته کړه: «حیرانوونکې نه ده چې ملګري ملتونه په ورسپارل شوې دنده کې ونه توانېدل چې ترسره یې کړي.»
ټرمپ د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي اسمبلۍ په وینا کې وویل: «یوازینی څه چې ما له ملګرو ملتونو څخه ترلاسه کړل، هغه برقي زینه وه چې زما پر مخ ودرېده؛ خو خوشبختانه چې زه او د امریکا لومړۍ مېرمن په ښه حالت کې وو، ګنې موږ به لوېدلي وای.»