په کاناډا کې د یوه تنکي افغان ځوان د وژنې په اړه څېړنې پیل شوې

AP ۱۴۰۴ تله ۲

د کاناډا په ختیځ کبیک ایالت کې پولیسو ویلي، چې په دغه ایالت کې د نوران رضايي په نامه د یوه تنکي افغان ځوان د وژنې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي. د پولیسو د څېړنې خپلواکې ادارې ویلي، چې دغه افغان درې ورځې وړاندې د کبیک ایالت په مونټریال ښار کې د پولیسو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د سېنټ هوبرټ لانګي له سیمې چې معمولا ډېره ارامه سیمه ده پولیسو ته خبر ورکړل شوی و، چې په دغه سیمه کې د ځوانانو له یوې ډلې سره وسلې دي.

د څېړونو ادارې ویلي، چې سیمې ته د پولیسو له رسېدو سره سم یاده پېښه رامنځته شوې؛ خو د نوران کورنۍ بیا ویلي، چې نوموړی بې‌ګناه دی او له هغه سره د کتابونو له یوې بکسې پرته نور څه نه وو.

د نوران رضايي مور او پلار له رسنیو سره په خبرو کې د عدالت غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دوی د دغه پېښې د لامل په اړه هیڅ معلومات نه‌لري او په دې هم نه پوهېږي چې ولې پولیسو یې پر زوی ډزې کړې دي؟ دوی وایي، له پېښې پنځه ساعته وروسته پولیس یې کور ته ورغلي او د نوران د مرګ خبر یې ورکړی دی.

د راپورونو پربنسټ؛ نوران رضايي د پولیسو په ډزو کې لومړی سخت ټپی شوی و، چې بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. د سیمې خلکو له ځايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې نوران رضايي یو ټولنیز او ښه شخصیت لاره او دوی ترې ښې خاطرې لري.

دوی ویلي، پولیس د خلکو د ساتنې مسوولیت لري؛ نه دا چې خلک په ډزو ووژني.

په ورته وخت کې د کبیک پولیسو د څېړونو د خپلواکې ادارې مشرې بیا ویلي، له لومړنیو څېړونو وروسته دا روښانه شوې چې له مقتول سره وسله نه وه؛ خو لاهم په دې اړه څېړنې روانې دي او ښايي څېړنې څو میاشتې وخت ونیسي.

نور خبرونه

رادیو