د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د ملګرو ملتونو د بشرپاله هوايي خدمتونو سره د اروپايي ټولنې له مرستې هرکلی کړی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اروپايي ټولنې د بشري مرستو په برخه کې له افغانستان سره ۴مېلیونه یورو مرسته کړې ده.
یاد پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اروپايي ټولنه به ۴میلیونه یورو چې څه باندې ۴.۵مېلیونه ډالر کېږي د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د بشري مرستو په برخه کې ولګوي.
په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د الوتنو دوام په اړه راغلي، د دغو الوتنو دوام به هغو سیمو ته هم د بشري مرستو د لېږد امکان برابر کړي چې لاسرسی ورته ستونزمن دی.
په خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د برخې مشرې فرانسوا ګومانس له حوالې راغلي، چې د افغانستان لرو پرتو سیمو ته د بشري مرستو لېږد لپاره د ملګرو ملتونو د بشرپاله هوايي خدمتونو دوام د پام وړ اهمیت لري.
هغه وایي:« د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د الوتنو دوام د مرستندویه کارکوونکو د تګ راتګ او د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د لېږد په برخه کې مهم رول لري. موږ به په افغانستان کې ټولو زیانمنو کسانو او ټولنو ته د مرستې رسونې په برخه کې ژمن پاتې شو.»
په خبرپاڼه کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د افغانستان څانګې مشر جان ایلیف له قوله راغلي، چې د ملګرو ملتونو د بشرپاله هوايي خدمتونه د افغانستان په کچه مرستندویان له خلکو سره نښلوي او د نړۍوالو او په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې له مرستو پرته د دغه مهم ماموریت دوام ناشونی دی.
د راپورونو پربنسټ؛ په افغانستان له سلو زیات نړۍوال بنسټونه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د الوتنو له خدمتونو ګټه اخلي او د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې یې شاوخوا ۱۶۰۰ الوتنې کړې دي.