رویټرز د شپږو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې روانه اونۍ به متحده ایالات د جرمونو پر نړۍوالې محکمې د بندیز لګولو په تړاو غور کوي چې ډېر ژر به یې اعلان وشي.
واشنګټن دا اقدام د اسراییل د احتمالي جنګي جرمونو د پلټنو په غبرګون ارزوي.
تر دې مخکې امریکا د دې محکمې پر یو شمېر څارنوالانو او قاضیانو بندیزونه لګولي وو، خو خپله محکمه په دې بندیزونو کې شامله نه وه.
له موضوع خبرو شپږو سرچینو، چې د ډېپلوماټیکو حساسو بحثونو له کبله یې نه غوښتل نومونه یې وښودل شي، وویل چې د دغو «تشبثي بندیزونو» پرېکړه ښايي ژر علني شي.
یوې سرچینه وویل، د محکمې چارواکو د احتمالي عمومي بندیزونو د اغېزو د ارزونې لپاره بېړنۍ داخلي ناستې کړې دي.
دوو نورو سرچینو وویل، د محکمې د غړو هېوادونو ډېپلوماټانو هم غونډې کړې دي.
یو امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تایید کړه چې د ټول بنسټ په کچه بندیزونه تر غور لاندې دي، خو د احتمالې وخت په اړه یې جزییات ور نه کړل.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «نړۍواله جنايي محکمه دا فرصت لري چې مسیر بدل کړي او مهم او مناسب جوړښتي بدلونونه راولي. تر هغه چې دغه محکمه زموږ ملي ګټو ته ګواښ وي، امریکا به زموږ د زړورو پوځیانو او نورو د خونديتوب لپاره اضافي اقدامات کوي.»
که بندیزونه د محکمې پر ټول بنسټ ولګېږي، ښايي پر ورځنیو چارو لکه د کارکوونکو د معاشونو ورکړه، بانکي حسابونو ته لاسرسی او د دفتر عادي سافټویرونو پر کارونه اغېز وکړي.